د ننګرهار دکرنې رییس د مالدارۍ تولیداتو خونې رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۳:۲۸
د ننګرهار دکرنې رییس د مالدارۍ تولیداتو خونې رییس سره وکتل

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس د کرنې او مالدارۍ تر چتر لاندې سکتورونو ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل دوی په مالدارۍ، تخمونو اصلاح، نیالګیو روزنې، درملو، شېدو تولید، چرګانو روزنه، سبو، مېوو او ګنو نورو برخو کې کړنې ترسره کوي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې د خصوصي سکتور په برخه کې له دوی سره په زرګونه کسان کار کوي، خو په ځینو برخو کې د ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړي د ننګرهار دکرنې رییس څخه په تخنیکي، پروسس، بسته بندۍ، بازارموندنې او نورو برخو کې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونی کړنې وستایلې او په کور دننه د تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت