د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۳:۳۶
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه دائره شوه

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو پراختیا او بیارغونې، هلمند لاندې سیندیزې فرعي حوزې(زرنج) استازو او همدارنګه د افغانستان لپاره هالنډ کميټې، سولډريټي، اوچا او د افغانستان راتلونکې نسلونو مٶسساتو ولایتي مسٶولينو هم حضور درلود؛ د همدې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رییس، مولوي شیراحمد  رفیع په کاري دفتر کې دائره شوه.
د غونډې په پیل کې د نیمرو دکرنې رییس مولوي شیراحمد رفیع د يادې غونډې موخه د ملکي ادارو او همکارو مؤسساتو ترمنځ همغږي او شته نيمګړتياوو ته پاملرنه او د پوره کولو په اړه يې اړينې پريکړې نيول يادې کړې او د نیمروز ولایت په کچه د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې د همکارو مؤسساتو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د پلان مدیر، مولا قنبري د همدې رياست فعاليتونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې او د کرنې رياست د کرنیزو محصولاتو، د څارویو درملنې او واکسين او همدارنګه د عوایدو د راټولولو په اړه یې هر اړخېز معلومات وړاندې کړل.
 ورپسې د کلیو پراختیا او بیارغونې رياست استازي، د هلمند لاندني سیندیزې فرعي حوزې (زرنج) استازي او  ياده سکټوري غونډه کې د يادو شویو همکارو مؤسساتو استازو هم خپل د پرمختیایي، روغتیایي او ټولنیزو چارو کې د ترسره شویو او روانو کارونو په تړاو خپل کاري او راتلونکي پلانونه او راپورنه هم وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د ادارو استازو او د مؤسساتو د مسؤولينو له لورې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرنو تبادله وشوه او په تړاو يې اړينې پريکړې ونيول شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت