ننګرهار  کې۳۵۰۰ بزګرانو سره د اوړني اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۹:۱۱
ننګرهار  کې۳۵۰۰ بزګرانو سره د اوړني اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۳۵۰۰ بزګرانو د لوبیا، مۍ او جوارو  اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشلي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د چپرهار، رودات او ګوشتې ولسوالیو کې ۴۱ مټریک ټنه د اوړي فصل کرنیزو نباتاتو اصلاح شوي تخمونه، ۹۵ مټریک ټنه سپینه سره او ۱۲۵ مټریک ټنه توره سره پر بزګرانو وېشل شوي دي.
د ښاغلي محسن په خبره په چپرهار کې ۱۰۰۰ بزګرانو هریو  ته ۱۵ کیلو لوبیا، ۲۵ کیلو توره او ۲۵ کیلو سپینه سره ورکړل شوي دي.  دغه راز په روداتو ولسوالی کې ۱۰۰۰ بزګرانو هریو ته ۸ کیلو مۍ ۲۵ کیلو توره او ۲۵ کیلو سپینه سره او د ګوشتې ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو هریو ته  ۳۰ کیلو سپینه سره، ۵۰ کیلو توره سره او ۱۲ کیلو د جوارو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي. 
دا صلاح شویو تخمونو په کر سره به په يادو ولسوالیو کې په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه دنباتاتو د ښو ډولونو ترویجول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت