د ننګرهار دکرنې ریاست؛ تورخم قرنطین کې خوسا او خراب جوار بېرته پاکستان ته ولېږل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۲۷
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ تورخم قرنطین کې خوسا او خراب جوار بېرته پاکستان ته ولېږل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو وایي، چې د تورخم بندر له لارې واردیدونکي خوسا او خراب جوار مسترد او بېرته پاکستان هېواد ته ولیږل شوه.
د چاراکو په خبره، یاد خراب جوار د خصوصي شرکت له لورې راوړل شوی وه، چې د چرګانو په دانه کې استعمال کړي، خو نېکه مرغه زموږ مامورینو پر وخت اقدام وکړ او بېرته ور مسترد کړل.
د ننګرهار د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې باکیفیته محصولات وارد کړي؛ او که چیرته په راتلونکی کې هر شرکت بې کیفیته محصولات وارد کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د تورخم بندر له لارې هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوې، سابه، غلي دانې،  حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردېږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین  مدیریت تر نظارت لاندې هېواد ته داخلیږي او خراب محصول ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت