هلمند کې مورنیو بڼونو له قوریو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۳:۵۱
هلمند کې مورنیو بڼونو له قوریو څخه څارنه ترسره شوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت کارکوونکو لخوا، په داسې حال کې چې د کرنې وزارت څخه راغلیو مسلکي کارکؤنکو یې هم ملتیا کوله مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالی که له پنځه بابه مورنیو بڼونو لیدنه او ارزونه ترسره کړه .
ددغې ارزونې پر مهال د انګورو، انارو، انځرو او شفتالو له نیالګیو د نباتي ناروغیو د تشخیص په موخه نمونې واخستل شوې، دغه نمونې به په لابراتوار کې وکتل شي، ترڅو ناروغۍ یې تشخیص او بیا به یې کرونده ګرو ته  د درملنې په اړه لازمې توصیې ترسره شي.  
دغه مورني بڼونه د هلمند د کرنې ریاست په همکارۍ د خصوصي سکتور لخوا په دې موخه روزل شوي دي، ترڅو د اړتیا پر مهال ورڅخه اصلاح شوي پیوند ترلاسه او په نورو نیالګیو کې ولګول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت