د لغمان دکرنې رییس  د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې مسوول سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۲:۱
د لغمان دکرنې رییس  د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې مسوول سره وکتل

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد ، د خپل کار په دفتر کې د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې له  ولایتي مسؤل انجنیر جمال ناصر سره د چارو دښې همغږۍ په پار وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې دفتر ولایتي مسؤل وویل، چې دوی به د لغمان مرکز مهترلام په ګډون، د علینګار او دولت شاه په ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمياوي سرې وېشي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د یادې مؤسسې چارواک ته سپارښتنه وکړه، چې  مستحق بزګران سروې او د توزیع چاره په  شفافیت سره ترسره کړي.
 دغه راز د لغمان دکرنې رییس د نوموړې مؤسسې مسؤل ته د پروګرام په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت