د لوګر دکرنې رییس د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۱۷
aaa

۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید دخپل کار په دفتر کې د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې «اف،جي،اې» چارواکو سره په کتنه کې د چارو پر همغږۍ خبرې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې مسوول انجنیر شفیع الله خالد د لوګر دکرنې کرنې رییس ته د یادې مؤسسې دکړنو او فعالیتونو راپور وړاندې او د راتلونکو پروژو په پلي کولو کې یې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د یادې مؤسسې چارواکو ته وویل، چې د لوګر دکرنې ریاست دکرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالو مؤسسو سره پوره همکار دی او دوی ته هراړخیزې اسانتیاوې برابروي.
د لوګر دکرنې رییس دغه راز له خیریه بنسټونو او مؤسسو وغوښتل، چې د لوګر له بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت