د هلمند ګرشک کې د نیالګیو روزلو قوریې چارې وارزول شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۲:۴۳
د هلمند ګرشک کې د نیالګیو روزلو قوریې چارې وارزول شوې

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښؤنه،  د طبیعي سرچینو امریت آمر قاري مولوي دین محمد مغفور او ورسره مل پلاوی، په داسې حال کې چې د ګرشک ولسوالۍ د کرنیزو چارو مسول مولوی رحیمي یې هم ملتیا کوله،  د ګرشګ مرکزي قوریی له چارو  څخه لیدنه او ارزونه تر سره کړه.
د یاد سفر پر مهال د طبیعي سرچینو امر د نیالګیو روزلو د قوریې چارې وارزولې او د وروستیو پرمختګونو په اړه یې د ځایي مسؤلینو د کړنو ستاینه وکړه. هغه همدارنګه په یاده برخه کې د مسؤلینو غوښتنې، اړتیاوې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې ورکړه، چې دکرنې ریاست مقام سره په همغږۍ به یې ستونزو ته پر وخت رسېدنه ووشي.
دیادولو وړ ده، چې د ګرشک د نیالګیو روزنې قوریه کې زرګونه نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې روان  ۱۴۰۳  کال کې به پر بڼوالو او ځمکوالو ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت