د کندهارغورک کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۳
د کندهارغورک کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دغورک ولسوالۍ یوشمېر بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او  د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په غورک ولسوالۍ کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي. 
تر دې وړاندې هم دیادې مؤسسې له خوا ددې ولایت په څو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست له لوري، د پراختیایي پروژو لرونکو ریاستونو مسؤلینو لپاره یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

بازگشت