ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۵۱
ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۵۰  تنو کرونده ګرو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست د بوټو ساتنې سیمه ییزو کارکوونکو له لورې په بټي کوټ، بهسود او حصارک ولسوالیو کې ۵۰ تنو بزګرانو ته د غوړکي، غل چینجي، هرزه وښو مخنیوي، سبو او نورو بوټو کې ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوې ده.
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، ژغورنې، احتیاطي  تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې هراړخیز معلومات ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي، ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت