د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۲۸
د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې دکرنې برخې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
په همدې موخه د ننګرهارکانال شرکت د مالدارۍ فارم مسوولینو د کابل پوهنتون وترنرۍ پوهنځی ۷۸ تنو ددوهم ټولګيو زده کړیالانو ته د خپلو برنامو کړنو ، روانو کارونو په تړاو بشپړ مالومات ورکړه او دویته يې د نږدې لېدنې زمینه برابره کړه .
د چارواکو په خبره د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځی د دوهم ټولګيو ۷۸ تنو زده کړیالانو د خپلو دریو تنو استادانو په ملتیا د ننګرهارکانال ا شرکت د مالدارۍ فارم څخه له نږدې علمي او عملي ليدنه ترسره کړه .
ددې فارم د بېلابېلو برخو په تړاو او په فارم کې د ټولو شته امکاناتو او مالدارۍ سيستمونو، تغذيه، د غواګانو د مختلفو نسلونو پيژندنه، د فارم د صحي خدماتو، توليداتو او نورو برخو په تړاو د شته ډاکترانو، پرسونل له لورې بشپړ معلومات ورکړل شوه .
راغلو ټولو زده کړیالانو او ددوی استادانو د ننګرهارکانال شرکت د رهبرۍ نه مننه وکړه، چې ورته يې اسانتیاوې برابرې کړې، تر څو دوی د مالدارۍ فارم څخه له نږدې لېدنه وکړي .
دوی زیاته  کړه چې داسې علمي سفرونه د تيوري درسونو تر څنګ عملي ساحه کې هم لازيات ګټور تمامېږي .
باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهارکانال شرکت د بېلابېلو برخو څخه د هېواد د بېلابېلوپوهنتونونو محصلین له نږدې علمي او عملي لېدنه ترسره کوي ، بلکې ورسره خوا کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونو او حتی یو شمېر لېسو زده کوونکو هم ګڼې لېدنې ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت