د کندهار پنجوایي کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۲:۱۱
د کندهار پنجوایي کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي ولسوالۍ یوشمېر بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او  د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي. 
تر دې وړاندې هم دیادې مؤسسې له خوا ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت