نورستان کې زیانمنو مالدارانو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۴۲
نورستان کې زیانمنو مالدارانو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت له هغو مالدارانو سره د نغدو پیسو مرسته شوې، چې په دې ورستیو کې د طبیعي پېښو له وجې خپل څاروي له لاسه ورکړي او زیانمن شوي دي.
دغه مرستې د نورستان دکرنې ریاست په همغږۍ د څارویو د مړینې مخنیوي کمېسیون له خوا پر زیانمنو مالدارانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د زیانمنو مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د  فراه دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو  پروګرام پای ته ورسېد

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د الینګار ولسوالی د عشر او زکات مسؤلینو د کشردکاه سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو سره د عشر او زکات په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دې. . .

بازگشت