د ننګرهار دکانال رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې دکانال سېلاب ځپلو سیمو بیارغونه کې همکاري وکړي
١۷ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې وروستيو اورښتونو، سېلابونو راوتو له امله د کانال سترې پروژې نږدې ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د هندواڼو، خټکیو، سبو، غنمو، مالټې بڼونو او نور ولاړ فصلونه يې سخت زيانمن کړي او درانه مالي زیانونه يې اړولي دي .
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم دکرنې او مالدارۍ په برخه کې په د همکارو ادارو او بنسټونو غږ وکړ چې د ورستیو اورښتونو له امله د کانال سترې ملي پروژې ته چې کوم درانه مالي زیان ور اوښتې، محافظوي پولې يې وړي په جوړولو کې ورسره لازمه همکاري وکړي ، تر څو د راتلونکو زیانونو څخه د کانال کرنیزې ځمکې او د خلکو شته ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي. د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د ناورین مخنیوی ووشي.