سروبي کې د نویو پروژو پلي کولو په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۳۵
سروبي کې د نویو پروژو پلي کولو په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د روپاني بنسټ په همکاۍ دکرنې او مالدارۍ په برخه کې نوي پروژې پلي کېږي.
دغه پروژې چې د سروبي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د پلي کېدو په درشل کې ده د یادو پروژو د کار د پیل په موخه د سروبي دکرنې مدیریت او د روپاني بنسټ چارواکو ترمنځ د چارو د همغږۍ په موخه غونډه دآئره شوه.
په دې غونډه کې د سروبي دکرنې ادارې چارواکو د روپاني بنسټ مسوولینو ته د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه. 
بلخوا د سروبي د کرنې او مالدارۍ مدیریت چارواکو د نغلو اړوند کانالونو او کب روزنې نویو فارمونو جوړولو په موخه له ټاکل شویو سیمو څخه لیدنه وکړه.
د سروبي دکرنې مدیریت د چارواکو په خبره په نږدې راتلونکې کې به په دې سیمه کې د کب روزنې څلور فارمونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت