بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه او وطني محصولات ترلاسه کړئ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۵۷
بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه او وطني محصولات ترلاسه کړئ 

د کرنیزو محصولاتو دېرشم پسرلنی نندارتون د کابل په بادام باغ کې د اسلامي امارت د چارواکو، د خصوصي سکتور د سوداګرو او متشبثینو، یوشمېر بزګرانو او مالدارانو په پراخ حضور سره پیل شو، چې د یاد نندارتون په لومړی او دویمه ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  زرګونو اوسېدونکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه
دغه نندارتون چې د «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې په لاره اچول شوې ده، په کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات، د ښځو لاسي صنایع، کرنیز وسایل او ماشینونه په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي چې له ډلې  ۵۶ غرفو کې د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات زعفران، د بادغیس پسته، د پکتیا او پکتیکا جلغوزې، د ننګرهار سټروس، د بدخشان شات، د کاپیسا چهارمغز(غوزان)، د تګاب انار، د بامیانو لاسي صنایع، غالۍ، د هلمند پنبه او طبي بوټي دغه نندارتون نور هم رنګین کړی دی.
د بادام باغ په ملي نندارتون کې کرنیز ماشینونه، بېلابېل کیمیاوي سرې، د غنمو بېلابېل ډولونه او نور حبوبات او غلې دانې، کرنیز افت وژونکي درمل، د څاڅکو او د اوبو لګولو  لمریز سیستمونه نندارې ته اېښودل شوي او د کرنې وزارت د چارواکو له خوا د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په هکله معلومات وړاندې کېږي.
په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون د کابل ښاریانو او ګډونوالو لپاره د تفریح ​​او سرګرمۍ ​​لپاره مناسب ځای دی.
دغه نندارتون د روان کال دغویي له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې دوام کوي، په دغه نندارتون کې ګډون وکړئ او د کرنیزو محصولاتو او نورو کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړئ او د کورنیو تولیداتو په پېرلو سره د افغانستان په ځان بسیا کېدو کې ونډه واخلئ.

از نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام باغ بازدید نموده و محصولات وطنی را بدست بیاورید 
 سی‌ومین نمایشگاه بهاری محصولات زراعتی در بادام باغ کابل با حضور گسترده مقامات امارت اسلامی، تجار و متشبثین سکتور خصوصی، دهقانان و مالداران آغاز و در دو روز اول شاهد حضور  هزاران تن از  باشنده گان ولایت مختلف کشور بود.
این نمایشگاه که با شعار «زمینه‌سازی بنیادی به زراعت، زمینه ساز خودکفایی افغانستان» به را انداخته شده است در آن محصولات زراعتی و مالداری، تولیدات داخلی، صنایع دستی خانم‌ها، وسایل و ماشین آلات زراعتی در ۲۶۳ غرفه به نمایش گذاشته شده است که ۵۶ غرفه آن مربوط صنایع دستی خانم‌ها می‌شود.
 زعفران هرات، پسته بادغیس، جلغوزه پکتیا و پکتیکا، ستروس ننگرهار، عسل بدخشان، چهازمغز کاپیسا، انار تگاب، صنایع دستی بامیان، قالین، پنبه هلمند و گیاهان طبی این نمایشگاه را رنگین‌تر ساخته است.
در نمایشگاه ملی بادام باغ ماشین‌آلات زراعتی، کودهای مختلف کیمیاوی، ورایتی‌های مختلف گندم و سایر غله‌جات و حبوبات، آفت‌کش‌های زراعتی، سیستم آبیاری قطره‌ای و شمسی به نمایش گذاشته شده و معلومات در باره زراعت، مالداری و باغداری توسط مسوولین وزارت زراعت ارایه می‌شود.‌
نمایشگاه بهاری محصولات زراعتی در بادام باغ مکان مناسب برای تفریحی و سرگرمی برای باشنده‌گان کابل و اشتراک کننده‌گان می‌باشد.‌
این نمایشگاه از ۱۲ الی ۱۵ ثور ادامه دارد، در این نمایشگاه اشتراک نمایید و از  محصولات زراعتی و سایر  تولیدات داخلی بازدید نموده و با خرید تولیدات داخلی در رسیدن افغانستان به خودکفایی سهیم  شوید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت