د هلمند بولان څېړنیز فامر کې زرګونه مېوه لرونکي نیالګي روزل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۳۳
د هلمند بولان څېړنیز فامر کې زرګونه مېوه لرونکي نیالګي روزل کېږي

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د بولان د نیالګیو روزلو مرکزي نیالخانه کې زرګونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي تر روزنې لاندې دي.
په همدې موخه په شاوخوا درې جریبه مځکې کې  د ١٨٠٠٠ هغو مېوه لرونکو نیالګیو چې سږکال پیوند شوي دي د اضافي او نا پیونده ښاخونو صفاکاري ترسره شول، چې په تعقیب به یې د اړتیا وړ کیمیاوي سره هم ورکړل شي.
دغه نیالګي چې د مسلکي کارکوونکو لخوا پیوند او روزل کېږي نږدې  ٧ ډولونه دي، چې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لري.
 سږکال دغه نیالګي چې په ترکیب کې یې شفتالو، ګرنیګچ ژېړ او سور پلم،  زردالو، الوبخارا او الوچې شامل دي، د هلمندي ځمکوالو لپاره وېشلو ته چمتو کېږي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د عصري او معیاري بڼوالۍ ته پراختیا ورکړي ترڅو بزګر له خپلو بڼوڼو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت