د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۵:۴۱
د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

۱۴ تله ۱۳۹۸
د حیواني روغتیا ریاست او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه نن، د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل کړ.
دغه کمپان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی له خوا پیل شو.ددې کمپاین په پیل کې ښاغلي درانی د یاد سکټور د اهمیت په هکله وویل: «ددې هېواد امنیت او ټیکاو هم کرنې وزارت پورې تړلې ده، له کاري فرصتونو نیولي، د خوړو امنیت او خوندیتوب او بالاخبره د انساني روغتیا بنسټ هم په دې برخې پورې تړلې ده.»
دغه راز ښاغلي درانی ددې سکټور پر اقتصادي اهمیت هم خبرې وکړې: «ددې سکټور له لارې کولای شو چې میلیونونه ډالر عواید ولرو، که هغه غوښې، پوستکي، وړۍ، لبنیات او نور اقلام وي؛ په همدې موخه، د مالدارۍ برخې ته پاملرنه زموږ مهم او اساسي مسوولیت دی باید دې برخې ته جدې پاملرنه ولرو. له ټولو مرستندویو نهادونو څخه چې له موږ سره یې مالي مرستې کړي دي مننه کوو او له ټولو نه یې د همکاریو غوښتنه کوو، ترڅو وکولای شو، چې یوه ورځ پر خپلو پښو ودرېږو.»
د کرنې وزیر وویل، چې د لابراټوار په برخه کې مو ستونزې درلودې، چې دا ستونزه مو سږ کال هواره کړه.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ریاست د چارواکو په خبره سږکال یاد ریاست د «روغ حیوان، روغ محصول او روغه ټولنه» په موخه په پام کې لري، چې په ټول هېواد کې د بروسلوز ضد درې میلیون واکسین او دغه راز د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون یا «پي پي ار» ضد درې میلیون واکسین پلي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورستان کې دکانګو تبې ساري ناروغۍ د مخنیوي کمپاين عملاً پيل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ په نورستان ولايت کې د کانګو وينه‌بهېدونکې تبې ساري ناروغۍ د مخنيوي کمپاين عملي پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار کرنيزو څېړنو د مېوو په لابراتوار کې د املوکو په مختلفو ډولونو باندې څيړنې روانې دى

 د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څیړنو مدیریت له لورې په بېلا بېلو مېوو څېړنې رواني دي، چې د دې څېړنو په پايله کې به دنورو مېوو سربېره دسرو املوکو هغه انواع. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۷
Background image

لغمان کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو سره مرسته وشوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ، ۲۰ بزګرانو ته د غنمو د ننداریزو کروندو د کرلو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول. . .

بازگشت