د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه
۸ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلوځلو په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادو هلوځلو په ترڅ کې دکندهار، هلمند، خوست او پکتیکا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي.
د چارواکو په خبره غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.