پکتیا کې د څارویو ساري ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې؛ له څارویو نمونې واخیستل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۷
پکتیا کې د څارویو ساري ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې؛ له څارویو نمونې واخیستل شوې

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د څارویو د ساري ناروغیو خپرېدو د مخنیوي په موخه ددې ولایت د ډنډپټان او لجه منګل ولسوالیو کې، د ناروغو څارویو د درملنې او د پېښو د ثبت په پار له څارویو څخه نمونې راټول او اړوندو مراجعو ته د څېړنې په موخه وسپارل شول. 
د پکتیا دکرنې او مالدارۍ ریاست چاراوکي وايي، مالدارانوته په خپل وخت سره د رسېدنې  او د ستونزو د حل په موخه د یاد ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت څخه تخنیکي ټیم ډنډپټان ولسوالی ته سفر وکړ، چی لجه منګل ولسوالۍ ته په رسیدو سره سم په ستر رم کلی کې د یو نامعلومې ناروغۍ له امله وزې او وري تلف کېدل، چې د یاد ټیم له خوا د ناروغو څارویو څخه په تخنیکي ډول سره سمپل واخیستل شو.
دغه نمونې د پکتیا مرکز ګردیز او کابل ته د تشخیص په موخه لېږدول کېږي، چې تر تشخیص وروسته د ناروغو څارویو درملنه پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت