د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د هالنډ د کمیټې له مسوول ډاکټر فریدون سره وکتل او د دغه دفتر د فعالیتونو راپور یې واورېد.
په دې کتنه کې ډاکتر فریدون په بېلابېلو ولایتونو لکه هرات، بلخ، کاپیسا، پروان، کندز او بغلان کې د دغې کمېټې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کابل د بادام باغ په کرنیز نندارتون کې یې د دغه دفتر د ګډون په اړه هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغې کمیټې له فعالیتونو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان کروندګر او بزګران لازیاتې همکارۍ ته اړتیا لري، چې باید د دوی ملاتړ ووشي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې کروندګرو او بزګرانو سره د مرستې په موخه لا زیاتې کړنې ترسره کړي.

نشست معین زراعت و مالداری  با هیئت رهبری کمیته هالند برای افغانستان
۸  ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با داکتر فریدون مسوول کمیته هالند برای افغانستان ملاقات و گزارش فعالیت‌های این دفتر را شنید.
در این نشست داکتر فریدون در مورد فعالیت‌های این کمیته در ولایت‌های مختلف چون هرات، بلخ، کاپیسا، پروان، کندز و بغلان معلومات ارائه نموده و نیز از اشتراک این دفتر در نمایشگاه زراعتی بادام باغ کابل سخن گفت.
همچنان معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های این کمیته اظهار قدردانی نموده تاکید نمود که نیاز است مالداران و دهقانان افغانستان بیشتر از این همکاری شوند و از ایشان خواستار سمگیری بیشتر برای کمک به مالداران و دهقانان شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت