د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې.
مولوی صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې وویل: «د بادام باغ ملي نندارتون په بېلابېلو موسمونو کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه جوړېږي، تر څو تولیدوونکي وکولای شي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.»
 په ورته وخت کې د آغا خان بنسټ مسوولینو د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه. د آغا خان بنسټ په ۲۲ هېوادونو کې فعالیت کوي، په افغانستان کې تر ډېره د کرنې او اقتصاد په برخه کې فعالیت کوي، چې بازار موندنه یې د فعالیتونو یوه برخه ده. 
یادو چارواکو وویل «که څه هم د حاصلاتو فصل نه دی، خو بیا هم موږ په دې ملي نندارتون کې ګډون کوو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او نندارې په موخه د غويي له ۱۲ څخه تر ۱۵ نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې پسرلنی نندارتون دائروي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان "بنیاد آغاخان" دیدار کرد
۶  ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان "بنیاد آغاخان" دیدار و پیرامون اشتراک در نمایشگاه ملی بادام باغ گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« نمایشگاه ملی بادام باغ بازاریابی برای محصولات داخلی در فصل‌های مختلف است، تا تولید کننده‌گان بتوانند محصولات خود را به نمایش بگذارند».
در همین حال، مسوولان بنیاد آغاخان به همکاری همه جانبه تعهد نموده افزوده اند، بنیاد آغاخان در ۲۲ کشور کار می‌کند، در افغانستان بیشتر در بخش زراعت و اقتصاد است که بازاریابی بخشی از فعالیت این بنیاد می‌باشد، ما در نمایشگاه ملی اشتراک نموده هرچند که فصل برداشت محصولات نیست».
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نمایشگاه بهاری را در بادام باغ کابل از ۱۲ الی ۱۵ ثور به‌منظور بازاریابی و نمایش محصولات زراعتی برگذار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت