د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۴
د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي لګښت ۵۰ بې‌وزله ښځو ته ۱۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه ووېشل شوې. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمېټې له لورې د کامې ولسوالی په ده طاهر کلي کې مېرمنو ته د کار زمینې برابرولو او خوړو خوندیتوب په پار د شاتو مچیو صندوقونه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
ښاغلي محمد وویل، چې دغو مېرمنو ته ۱۰۰ صندوقه د شاتومچۍ، ۵۰ تش صندقونه، ۵ بوجۍ بوره، ۱۰۰۰ بوتله، یوه پایه خیمه، ۲۰ بوشکې، یو د شاتو ویستلو ماشین،۲ دود پمپونه، ۲ جوړه جامې، ۳ خولۍ، ۶ جوړه دستکشې ،۵۰ پایې خوراک داني، ۵۰۰ د موم ورقې ،۲ برسونه، ۲ ارې، ۳ سپراې پمپونه،۲ پلاسونه ، ۲ کيلو سيم، يو فرش او دپخلنځي اړین لوښي ورکړل شو دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې سره ښځو ته د کار زمینه برابرېږي او دا د دوی له اقتصاد سره مرسته کوي.
د شاتو مچیو د وېش موخه ددې صنعت پراختیا، مېرمنو ته د کار زمینه برابرول او د خوړو خوندیتوب دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت