میدان وردګو کې پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۵۹
میدان وردګو کې پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرمز میدان ښار ترڅنګ د یاد ولایت د ولسوالیو په سلګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغنمو دغه مقام ورایټۍ اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې دکرنې وزارت او همکارو مؤسسو په همکارۍ پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي، ترڅو له خپلو کروندو څخه غوره حاصلات ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، چې ورسره به د بزګرانو د عوایدو کچه لوړه او ترڅنګ یې د هېواد د غنمو اړتیاوې به هم تر یوې کچې پوره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت