د غزني دکرنې رییس د شلټر فار لیف بنسټ چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۱۳
د غزني دکرنې رییس د شلټر فار لیف بنسټ چارواکو سره وکتل

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف د شلټر فار لیف بنسټ له چارواکو سره په کتنه کې د دوی د فعالیتونو راپور واورېدل او په ګڼو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د یاد بنسټ چارواکو د خپلو روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په هکله د غزني دکرنې رییس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د غزني دکرنې رییس مولوی محمد ادریس حنیف د یاد بنسټ له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې راتلونکي کال لپاره باد د پراختیایي پروژو پر پلي کولو کار ووشي او د غزني د مرکز په ګډون ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې پراختیایي پروژې پلي شي.
دغه راز ښآغلی حنیف د یاد بنسټ له چارواکو وغوښتل، چې په دې ولایت کې د اوبو مهارولو او مدیریت په پار د چکډېمونو او کانالونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت