فراه کې د مالدارۍ سکټور معیاري کولو په پارهڅې؛ فارم لرونکو ته روزنیز پرورګرام دائر شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۵۴
فراه کې د مالدارۍ سکټور معیاري کولو په پارهڅې؛ فارم لرونکو ته روزنیز پرورګرام دائر شو

۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مالدارۍ سکټور معیاري کولو په موخه د هلو ځلو په دوام، د «ډي‌اې‌آی» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چرګانو اوغواګانو فارم لرونکو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل کړی دی.
د فراه دکرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره ددې پرورګام په ترڅ کې ددې ولایت د چرګانو او غواګانو ۶۰ فارم لرونکو ته د کمپوسټ جوړولو د لارو چارو ښودلو ترڅنګ پر دوی د کمپوسټ جوړولو اړین توکي او ترڅنګ یې سپینه سره هم وېشل کېږي.
ددې پروګرام موخه د فارم لرونکو د پوهې کچه لوړول او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت