کونړ کې پرسلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۴۰
کونړ کې پرسلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د امید مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې لایت د خاص کونړ ولسوالی په «زوړ کونړ، تنر او ارازۍ» سیمو کې پر ۳۰۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو بڼوالو د درمل شیندنې پمپ، د ښاخ برۍ قیچي، موزې، اره، بېلچه، کشۍ، رمبې، دست کشې او د حاصل ټولولو په موخه پلاستیکي سطل وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار به هلې ځلې ډېروي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت