ننګرهار کې د چرګانو د دانې کیفیت ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۳
ننګرهار کې د چرګانو د دانې کیفیت ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په ننګرهار کې د چرګانو د دانې تولیدوونکو شرکتونو سره د دانې کیفیت ښه والي او پدې برخه کې د پانګونې زیاتوالي په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د دانې تولیدوونکو شرکتونو مسؤولینو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورمونو او کړنلارې مطابق د چرګانو د دانې د تولید سپارښتنه وکړه.
ښاغلي محمد مسؤلینو ته د دانې د کیفیت ښه والي، د باکیفیته خامو موادو واردولو، د هر تولیدوونکي شرکت له لورې پر بوجۍ د تولید تاریخ او نور مشخصاتو لیکلو، د خامو موادو د ګودامونه په معیاري شکل جوړولو، د تولید شوي دانې پروتیني موادو معیار برابرولو، د دانې په مناسب ځای کې ساتلو او ګڼو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړي.
په همدې حال کې د دانې تولیدوونکو شرکتونو مسؤلینو دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس څخه د مننې ترڅنګ د کرنې وزارت له لورې ټاکل شویو معیارونو ته د دانې د برابرولو او کرنې ریاست د لارښوونو تعقیبولو هوډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت