کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د پروژې مسؤل وویل، چې دوی ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په پار لومړنۍ سروي ترسره کوي.
هغه زیاته کړه په یادو ولسوالیو کې د ځمکو کچه،اوبو اړتیا، د لمریزې برېښنا لپاره د ځمکي ژمن لیک اخیستلو، د ځمکي فصلونو معلومولو، لمریزې برېښنا ترویجولو او عامه پوهاوی ترسره کولو په موخه سروی ترسره کوي.
د اوبو دبېړنۍ مرستو پروژه په هغو سیمو کې تطبیق کېږي، چې دسیندیزې حوزې څخه په لوړه ارتفاع کې پرتې وې.
د کونړ د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس د پروژې مسولینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت