کونړ کې پر سلګونو کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۲۴
کونړ کې پر سلګونو کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دوو ولسوالیو پر هغو کاريګرو چې، د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سيمو کې یې، په پراختیایي پروژو  کې کار کړي ؤ نغدې پيسې وېشل شوي دي.
  د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې پر ۱۱۰۰ تنه کاریګرو د ۱۰۰ امریکایي ډالرو معادل نغدې افغانۍ وېشل شوي دي.
 د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې یادې پروژې دکرنې مدیریت تر څار لاندې، په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي،چې مالي اوتخنیکي چارې یې د (را) مؤسسې له لوري سمبال شوي دي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د موسمي اوبو مدیریت، د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابرول او په ټوله کې خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت