لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۰:۴
لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان راتلونکو نسلونو «اف.جي.اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام د «نوره، شاتوره، بیله، ګبري، علی خیل، شهر علیشنګ، بغل علیشنګ او څپري علیشنګ» کلیو پر ۱۰۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۲۰ کیلوګرامه د شولو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
دغه راز یادو بزګرانو ته د کمپوسټ او یوریا ټریټمنټ جوړولو، غنمو، شولو او سبو د کښت، اوبولګولو، هرزه ګیاوو کنټرول، کیمیاوي سرې استعمال، حاصلاتو راټولولو او د ناروغیو او افاتو د هر اړخیز کنټرول په موخه روزنه هم ورکړل شوې ده.
 هرکال په لغمان ولایت کې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۵۰۰ هکتاره پوري شولي کرل کیږي. په همدی اساس لغمان دکرنې ریاست په دوامداره ډول هڅه کوي ترڅو د شولو د کښت په برخه کې بزګرانو ته روزنیزي برنامې او حمایتي پروګرامونه برابر کړي، چې حاصلات یې لوړ او ژوند یې بهتره شي.
شوله د سترو نباتاتو له ډلې څخه ده، چې ستراتیژیک ارزښت لري او په افغانستان کې د تغذیې له پلوه ډېر ارزښت لري، چې له غنمو وروسته د اساسي خوړو په توګه کارول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د وریجو د وارداتو د کچې د راټیټولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت