ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۳۳
ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د جاپان د بېړنیو مرستو مؤسسې له لورې خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳۱۰ تنو ته د وچکالیو له امله زیانمنو شویو  کورنیو ته د کار په بدل کې خوراکې توکې وویشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د جاپان بېړنیو مرستو مؤسسې له لورې ۳۱۰ تنو ته خوراکې او غیر خوراکې مواد ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل په یادو کسانو کې ۱۵۵ تنو ته یې چې د ګټې وټې څوک نه درلودل خوراکې توکې ورکړل شو او ۱۵۵  تنو ته یې چې د د زاویې کانالونو او کاریزونو پاکولو او جوړولو کې کار کړي وه خوراکې توکې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل د نوموړو کاریګرو په مرسته د ۱۰ کاریزونو او کانالونو  کې ۱۸ کیلو متره  پاک کاري شوي، چې سلګونه جریبه ځمکو ته داوبو برابرولو زمینه برابره شوه. 
دغه راز دخوراکې توکو په هره کڅوړه کې۱۵۰کیلو وړه،۲۰لیټره غوړي، ۵۰کیلو غټي وریجي،۲۰ کیلو بوره،۲ کیلو شین چاي،۱۵ کیلو لوبیا،۱۳کیلو مۍ،۲کیلو مالګه او ۳ کلچي صابون ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت