د لغمان علیشنګ کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۸:۲۰
د لغمان علیشنګ کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې


٢١ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
٣٠ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه د چک ډېمونو جوړولو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په بشپړېدو دي او په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالی کې د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.
دلغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل او د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن د علیشنګ ولسوالی د مصطفی کلي د چک ډېم  د جوړېدو پروژې له چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل:"د دغه چک ډېم د رغنیزې چارې نوي سلنه تکمیل شوي، چې په نږدې ورځو کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دې سیمې خلکو ته به گټې اخیستنې ته وسپارل شي."
یاد چکډیم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یوشمېر خلکو ته په کې دکار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت