د پکتیا دکرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چارواکو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۳:۵۸
د پکتیا دکرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چارواکو سره وکتل

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د خپل کار په دفتر کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له چارواکو سره په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز ژغورنې نړۍوالې کمېټې استازی له ښاغلی سعید سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعيد په خپلو خبرو کې د يادې کمېټې له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې کمېټې له مسولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل، چې د پروژو په پليکېدو سره به د کرنې او مالدارۍ په برخه سهولتونه هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت