هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو د مخنیوي چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۰:۵۳
هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو د مخنیوي چارې پیل شوې

۱۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ناوې ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند بوټو ساتنې مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د غنمو د کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو او افاتو میخانیکي مخنیوي کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې زرګونه هکټاره د غنمو کروندې له یادې حشرې څخه پاکې شوې. 
د غنمو د وږي په مرحله کې د كفشك حشره د غنمو له شيرې، پاڼو، تنې او دانې څخه تغذيه كوي، او پر همدې وخت  دا حشره د غنمو دانو ته زهري مواد داخلوي، چې له مخې یې د غنمو کیفیت او کمیت خرابېږي. 
د کرنې ریاست د پلان له مخې به د یادې حشرې د مخنیوۍ میخانیکي کمپاین دهلمند مرکزي سیمو ترڅنګ په ګڼو ولسوالیو کې په لاره واچول شي، ترڅو د کرونده کرو دغنمو کښتونه دنوموړي آفت څخه خلاص او د باکیفیته حاصلاتو لرونکی وي.
ددې تر څنګ د یوشمېر نباتي ناروغیو او افاتو نمونې به له ولسوالیو څخه مرکز لښکرګاه ته په دې موخه انتقال شي، چې دلته ورباندې لابراتواري ازموینه او تجربې ترسره شي، ناروغۍ او افاتونه یې تشخیص او په مقابل کې به یې کرونده ګرو ته لازمې سپارښتنې او عملي روزنې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت