د ننګرهار کانال شرکت تخریب شوي سیمې رغول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۳۶
د ننګرهار کانال شرکت تخریب شوي سیمې رغول کېږي

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د یاد شرکت د شرقي کانال، څاګي سیمې عمومي استنادي دېوال، ۲۶ ، ۲۷ ، ۲۸ ، ۲۹ ، ۳۰ ، ۳۱ ، ۳۳ ویالو، سیفونونو، غصب شویو سیمو او د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تخریب شوي  سیمي له نږدې وکتل.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم یادو سیمو څخه د لېدنې پرمهال وویل: «هېواد کې پرله ‌پسې اورښتونو ، انقلابي ناسازه شرایطو یادو ساحو ته زیان اړولې ده، موږ به هڅه وکړو چې دغې سیمې بیا ځلې جوړ او ترمیم کړو.» 
ښاغلی کظیم وویل: «که یادې ویالې، سیفونونه او استنادي دېوالونه سم جوړ او ترمیم شي، د سیمي کرنیزه برخه به ورسره ورغېږي، د نږدې ولسوالیو ، کلیو او بانډو د خلکو اقتصاد ته به ګټه ورسوي او د دغو سیمو د استوګنو د ژوند سطحه به ورسره ښه شي.»
دغه راز د ننګرهار کانال شرکت رییس ددې سیمې له یوشمېر اوسیدونکو او مشرانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او دوی ته د شته ستونزو دحل ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت