ننګرهار کې دشاتو مچیو ترویج په پار ۷۲۵ د شاتو مچیو صندوقونه وېشل کېږي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۵
ننګرهار کې دشاتو مچیو ترویج په پار ۷۲۵ د شاتو مچیو صندوقونه وېشل کېږي 

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په دې ولایت کې د اکشن اېډ مؤسسې له چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د اکشن اېډ مؤسسې مسؤل عبدالسلام هلالي د اکشن اېډ مؤسسې د ترسره کړو، روانو او راتلونکي کړنو په تړاو د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره معلومات شریک کړل.
ښاغلي هلالي وویل دوی د ننګرهار په پنځو ولسوالیو «بټي کوټ،  بهسود، هسکه مېنه، دره نور او خوږیانو» کې ۱۲۵ مېرمنو ته ۷۲۵ د شاتو مچیو صندوقونه ورکوي، چې موخه یې د شاتو مچیو ترویج، او ترڅنګ یې مېرمنو ته په کور دننه دکار زمینه برابرول دي.
نوموړی وویل هرې ګټې اخیستونکې ته ۵ د شاتو مچیو صندوقونو سربېره د شاتو مچیو اړوند وسایل هم ورکول کېږي.
په همدې حال کې د د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت