میدان وردګو کې پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۱:۲۱
میدان وردګو کې پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د دوستانو ټولنیزه او پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چک ولسوالی پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې د چک ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې ددې ولایت په دوو نورو ولسوالیو جلریز او نرخ کې هم پر دوه زره مالدارنو د څارویو خواراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د زیانمنو او بې وزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت