کندهار کې د موسمي سبو د دودولو په موخه شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۴۷
کندهار کې د موسمي سبو د دودولو په موخه شنې خونې جوړېږي

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
کندهار د هېواد د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د شنوخونو په جوړولو او دودولو سره ددې ولایت بزګران د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شنوخونو دودولو په موخه د کندهار ښار تر څنګ په دامان، ډنډ، خاکريز او ژړۍ ولسواليو کي په ازمايښتي ډول پنځه شنې خونې جوړيږي، چي پر هره خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
 ورته مهال د کندهار کروندګر د شنو خونو جوړېدل د کرنې سکټور د ودې لپاره ګټور بولي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. 
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت