د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۱۶
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلوځلو په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادو هلوځلو په ترڅ کې دکندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا او کندز ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي.
 د چارواکو په خبره غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت