میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
![میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-25_at_13.59.30_db28e855.jpg)
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو دکرنې رييس مولوی عبدالجبار خالد په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د میدان وردګو دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د چک ولسوالی اړوند د لنګر دښتې، د چک ولسوالی د خلیلي، باغبند او لالاخېلو کلیو، د سیدآباد ولسوالی د سلطان خېلو کلي د ۲۸۷۶ کدستري قطعې او د چک ولسوالی د کودې او حیدر سیمې موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د میدان وردګو ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.