سږ د دایکندي بادام ۴۰ سلنه زیاته شوې

mail-admin
بادام دایکندی امسال ۴۰ درصد افزایش یافته است

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د تېر کال په پرتله د دایکندي د بادامو سږنۍ حاصلات ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

یاد وزارت د سې شنې په ورځ د تلې په نهمه نېټه د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په حواله لیکي؛ ارزونې ښیي چې روان کال د پروخت او پریمانه ورښتونو له وجې د تېر کال په پرتله د دایکندي ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات ۴۰ سلنه زیاته شوې، چې په دې سره به ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کچه ۲۵ زره ټنو ته ورسیږي.

د کرنې وزارت د پریمانه اوبو ترڅنګ، د ناروغیو او افتونو کنټرول، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او معیاري بڼونه جوړول هغه لاملونه بولي، چې د دایکندي د بادامو د حاصلاتو د زیاتولي لامل شوي دي.

بادام د دایکندي ولایت د عمده محصولاتو له ډلې څخه شمېرل کیږي. د دایکندي د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې ددې ولایت په ډېریو ځمکو کې د بادامو ونې کرل شوي دي.

د کرنې وزارت د اعلان پر بنسټ په تېرو کلونو کې ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کلنۍ تولید له ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه وه خو دغه شمېره به سږ کال ۲۵ زره ټنو ته ورسيږي.

د کرنې وزارت په خبره د وچکالیو له امله تېر کال په دایکندي کې د بڼوالۍ د حاصلاتو کچه نیمایي ته ټیټه شوې وه.