د ننګرهار کانال شرکت کې د هېواد په کچه د سبو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۳:۱۴
د ننګرهار کانال شرکت کې د هېواد په کچه د سبو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په سل جریبه ځمکه کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر چارې پیل شوي دي او ترڅنګ یې د یاد شرکت اړوند دویم بلاک کې په ۱۰۱ شنوخونو کې هایبرېډ تخمونه کرلي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وویل، چې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره ننګرهار د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک په سل جریبه ځمکه د یو خصوصي شرکت په همکارۍ د سبو د اصلاح شوي تخم د تولید او تکثیر پروسه پیل شوی دی، چې په ترڅ کې یې د یاد خصوصي شرکت د ختیځ زون سیمه ییز دفتر هم پرانیستل شوه. 
ددې دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري وويل، چې د سبو اصلاح شوي تخم توليد او تکثير سره به هېودوالو ته د خپل هېواد ارزانه او معياري تخم ووېشل شي.
نوموړي خوښي وښوده، چې د دې تخم په توليد سره به د بهرنيو هېوادونو د تخمونو مخنيوی وشي او ځای به يې وطني تخم ونيسي.هغه زياته کړه، چې د دې تخم توليد او تکثير سره به په ځان بسيا او نورو هېوادونو ته به هم د افغانستان په نوم صادر شي.
مولوي سعيد احمد بنوري خوښي وښوده چې د ننګرهارکانال شرکت په ځمکه یو افغاني شرکت د یاد شرکت سره په ګډه د کرنې ودې او پرمختګ په موخه کار کوي. نوموړي د تخمونو په کر، توليد او د هېوادوالو ته د کاري زمينې په برابرولو کې د ننګرهارکانال شرکت او د هلال ګروپ شرکت ستاينه وکړه او پر نورو پانګوالو يې هم غږ وکړ چې هېواد کې پانګونه وکړي، همدا راز يې ډاډ ورکړ چې خپلې پانګونې څخه به ګټه ترلاسه او هېوادوالو ته به يې هم خير ورسيږي. 
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمٰن کظيم وويل، چې سږکال يې په اووه نيم زره جريبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرلی، په دې چارې سره به مو د بزګر اقتصادي حالت ښه، کرنه به مو ورسره میکانیزه او کورنې او ملي اقتصاد به مو ورسره لا ښه شي . نوموړی وايي په عبدالخېلو بلاک کې کابو اته سوه جريبه ځمکه لري، چې يو اندازه يې تخريب شوې او ژر به يې کر ته چمتو کړي. د کانال شرکت رییس وويل، چې د‌عبدالخېلو په سل جريبه ځمکه يې د سبواصلاح شوي تخم کر تازه پيل کړ او هيله يې وښوده چې ښه حاصل به ورکړي.
مولوی غلام رحمن کظیم وويل، چې هېوادونه په کرنې، صنعت او سوداګرۍ پرمختګ کوي، نوموړی وايي د اصلاح شويو تخمونو کار نوی دی او ژر به په ټول هېواد کې توليد او تکثير شي.
د هلال ګروپ کرنيز شرکت د ختیځ زون سیمه ییز دفتر مسول  ډاکټر عبدالغفار لودین وويل، چې یاد شرکت په هېواد کې له تېرو دوو لسيزو راهیسې کار پيل کړئ، چې د کرنې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په راتلونکې کې به لا ډېر پرمختګ ته زمينه برابره کړي.
ښاغلی لودین وویل: «د کانال شرکت په سل جریبه ځمکه د سبو او ۱۰۱ بابه شنوخونو کې مو هايبريډ تخمونه په مشارکت کرلي دي، چې ښه پايله لري او راتلونکې کې به بزګران د خپل وهېواد اصلاح شويو تخمونو څخه برخمن شي».
ډاکټر عبدالغفار لودین وویل، چې په دغو کروندو کې د سبو ډول ډول مروج تخمونه لکه بادرنګ، بنډۍ، روميان، فاصلې، بانجان، مرچ، پياز او نور سابه کرل شوي دي، چې په خپل وخت سره به ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه شي.
باید وویل شي، چې نږدې ۴۵ کاله وړاندې د هېواد په اوو زونونو کې د غنمو اصلاح شوی تخم کرل کېده؛ خو د انقلابونو له امله دا کار دوام ونه کړ.
د تازه سبو کرکیلې دودېدو نه یواځې د کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړي کوي، بلکې په دې تازه سبو د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د سبو اړتیاوې هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت