د لغمان کرنې ریاست کې اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۲:۴۷
د لغمان کرنې ریاست کې اداري غونډه دائره شوه

 ۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست اداري غونډه  ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ  په داسې حال کې ترسره شوه، چې ددې ریاست امرینو او دمدیرانو سربېره خدماتي کارکوونکي هم په کې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دغونډې برخوالوته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ لارښوونکې وینا وکړه او زیاته یې کړه: «دغه غونډه دکرنې وزیر په شفاهي هدایت دائره شوې ده، ځانونه د پیغمبر(ص) په سیرت او صورت برابر کړئ. له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او کارونه یې له خنډ او ځنډ پرته ترسره کړئ او خپلې چارې په صادقانه توګه ترسره کړئ.»
ښاغلي محسن دغه راز ټولو امریتونو او مدیریتونو ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکي کال لپاره د ریاست اړوند عمده اړتیاوې په لیکلي بڼه کرنې وزارت ته وړاندیز کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شو او دوی ته د حل ډاډ وکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت