فراه کې د طبي بوټو د تشخیص،  تثبیت او سروې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۰:۳۲
فراه کې د طبي بوټو د تشخیص،  تثبیت او سروې چارې پیل شوې

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او  مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو او د اړونده ولسوالیو د کرنې مسؤلینو په همکارۍ د ارزښت لرونکو طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوي دي.
د یادې سروې چارې د فراه ولایت په پنځو ولسوالیو « شیب کوه قلعه کاه، اناردره، خاکسفید، ګلستان او فراهرود» کې په لاره اچول شوي وي، چې په ترڅ کې یې د ارزښت لرونکيو او طبي بوټو ځمکې او سیمې  تشخیص او تثبیت وروسته په نښه شول.
د نوموړې سروې په لړ کې د انجې، اورشي، استغ، او هغه کروندې چې په خپل سرې او طبیعي ډول په دښتې او غرنیو سیمو کې راشنه شوي دي د ښې ساتنې او پالنې په موخه تثبیتېږي.
د یادولو وړ ده، چې دغه طبي او ارزښت لرونکي بوټي به د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې په مسلکي ډول د تدارکاتي پروسې له لارې په قرارداد ورکول کېږي او په سیمه کې به هیچاته په خپل سرې توګه ورڅخه د ګټې اخستنې اجازه ورنکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت