د هلمند والي ددې ولایت دکرنې ریاست چارواکو سره و کتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۳:۲۴
د هلمند والي ددې ولایت دکرنې ریاست چارواکو سره و کتل 

۲ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزی، د هلمند د امنیې قوماندانۍ قوماندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک په شتون کې، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج او د دې ولایت د ولسوالیو د کرنې له مسؤلینو سره وکتل.
د یادې لیدنې پر مهال د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس هلمند والي  سره د کرنې ریاست لخوا په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې د مهمو لاسته راوړنو او ترلاس لاندې پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
د هلمند دکرنې رییس په دې ولایت کې د کرنې سکتور د ودې او پراختیا، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې د خپلو ترسره شویو فعالیتو په اړه د هلمند والي او د غونډې ګډونوالو ته خپل راپور وړاندې کړ. 
وروسته په وار سره د اړونده ولسوالیو د کرنې مسؤلینو لخوا په ولسوالیو کې د روانو چارو، د شته ستونزو او یو شمېر وړاندیزونو په اړه ولایت مقام سره خپل معلوماتونه شریک کړل.
په همدې حال کې د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزی د هلمند ولایت د کرنې ریاست د رهبرۍ او په ولسوالیو کې د کرنې مسؤلینو کړنې وستایلې، هغه د ولایتي ادارې لخوا دکرنې ریاست د چارو د بهبود او نوښت په برخه کې د بشپړې او دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ. 
همدارنګه د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ قوماندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک هم د هلمند کرنې ریاست سره په امنیتي برخه کې د ځمکو د غصب مخنیوی، له غاصبینو د ځمکو د استرداد او نورو اړینو چارو  کې د پوره همغږۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۸:۴۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د غني‌خېلو نوي ښاروال سره د همغږۍ او پرمختګ په‌پار ناسته وکړه

 ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رییس، سيد محمد نعيم (محمدي)، نن د خپل کار په دفتر کې د غني‌خېلو ښاروالۍ له نوي ښاروال، قاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

بازگشت