ملخانو پر وړاندې د کمپاین د پیل په اړه تخنیکي غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۴۷
ملخانو پر وړاندې د کمپاین د پیل په اړه تخنیکي غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مسوولینو او د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د چارواکو په حضور کې ملخانو پر وړاندې د مبارزې د کمپاین د پیل په اړه تخنیکي غونډه دائره شوه.
 په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ستراتیژیکو او پروګرامونو ستر سلاکار نجیب الله امیرزي، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د مرستیالۍ سلاکار مولوي ګل حضرت او تخنیکي کارپوهانو ګډون کړی وو. 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې متخصصین دې د همغږۍ په موخه ګډه غونډه وکړي او ژر تر ژره دې په شمالي ولایتونو کې د ملخانو پر ضد کمپاین پیل کړي، ترڅو د بزګرانو کروندې د ملخانو له آفتونو څخه خوندي شي.
په همدې حال کې حاضرو کارپوهانو د خپلو امکاناتو او کاري پلان په اړه معلومات وړاندې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ملخانو پر وړاندې د کمپاین د پیلولو لپاره د خپلو چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

جلسه تخنیکی در مورد راه‌اندازی کمپاین مجادله علیه آفت ملخ‌ برگزار شد
جلسه تخنیکی در مورد راه‌اندازی کمپاین مجادله با آفت ملخ‌ها تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان و ریاست حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه نجیب‌الله‌ امیرزی مشاور ارشد استراتیژک و برنامه سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، انجینر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، مولوی گل‌ حضرت مشاور معینیت و متخصصان تخنیکی حفاظه حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت که باید  متخصصان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت نشست مشترکی را جهت هماهنگی برگزار کرده و هرچه عاجل کمپاین مبارزه با ملخ را در ولایت‌های شمالی آغاز نمایند تا مزارع دهقانان از آفت ملخ در امان بماند.
بعدآ متخصصان حاضر در مورد امکانان و پلان‌ کار شان صحبت نموده و از آمادگی‌شان جهت راه‌اندازی کمپاین  مجادله علیه ملخ در ولایت های مختلف سخن گفتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت