میدان وردګو ولایت کې ۳۳۰۰کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۸
میدان وردګو ولایت کې ۳۳۰۰کورنیو سره مرستې وشوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» له خوا ددې ولایت ۳۳۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسومرستې وشوې.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د میدان وردګو ولایت په درېوو ولسوالیو «جلریز، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود»  کې ۳۳۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې، ددې مرستې په لړکې پر هرې کورنۍ څه باندې ۷۸۰۰ افغانۍ  وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې ددغو مرستو لړۍ روانه ده او ډېر ژر به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر کورنیو یاده مرسته ووېشل شي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د دې ولایت د مالدارۍ سکټور پراختیا او ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت