د ننګرهار دکرنې رییس د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالی چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۰
د ننګرهار دکرنې رییس د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالی چارواکو سره وکتل

۲۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد ددې ولایت د کوزکونړ ولسوالی ولسوال مولوي روح الله حقمل، امنیه قومندان مولوي شریف الله حقاني او د استخباراتو مدیر خالد ثاقب سره؛ کوزکونړ ولسوالی کې د کرنیزو، مالدارۍ او غصب مخنیوی په پار د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې کتنه کې، د کوزکونړ ولسوال مولوي روح الله حقمل وویل په یاده ولسوالی کې د امارتي او شخصي ځمکو تفکیک نه دي شوي او موږ له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان یو.
ښاغلي حقمل د ننګرهار د کرنې رییس څخه د اصلاح شوی تخمونو، کیمیاوي سرو، مالدارۍ ترویج، فارمونو جوړولو، شولو او نورو برخو کې د همکارۍ غوښوتنه وکړه.
دغه راز د کوز کونړ ولسوال زیاته کړه د ولسوالی مسؤولینو په یاده ولسوالی کې د ځمکو دغصب مخه نیولي، او د بزګرانو او مالدارانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له تاسو سره شریکوو ترڅو په رتلونکي کې د کوزکونړ ولسوالی دبزګرانو او مالدارانو سره هم د تېر په څیر همکاري وکړئ.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د دوی د ستونزو او وړاندیزو تر اورېدونې وروسته دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت