ننګرهار کې د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵۹
ننګرهار کې د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۲۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د سره رود ولسوالۍ خیراباد او فتح اباد سیمو ته د سفر په ترڅ کې د خیرآباد کې د سالم او ادریس ښارګوتو مشخصات راټول او یادې سیمې له نږدې وکتل.
 په یاده لیدنه کې د ننګرهار کرنې ادارې او تخنیکي پلاوی رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، دعدلیې رییس، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، قومندانۍ مرستیال، استخباراتو مرستیال امارتي قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون کړي ؤ.
د تخنیکي پلاوي، مشر او د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، د حاجي ادریس او سالم ښارګوټو کې د غصب مخنیوي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د ښار ګوټو حدود، نوعیت، کمیت، کروکي، سکیج، جریبي اندازې او حد فاصل معلومولو په موخه مشخصات واخیستل شو، ترڅو په راتلونکي غونډه کې د اسنادو په کتنه پرې هراړخیز بحث ترسره او د ورستیو کړنو په موخه د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون سره شریک شي.
دغه راز د ننګرهار دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي د اچین او سپین غر ولسوالیو ترمنځ د ځمکي دشخړو د حل او د جرګې استازو سر د همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.
د جرګې استازو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی سره د کارونو پرمختګ او موضوع د حل په موخه معلومات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت